کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۴۴۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

4 جوزا 1402 ساعت 14:54

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې ۱۵،۶ میلیونه وګړو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۴۴۹،۹ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا ده.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (پنجشنبه، جوزا ۴) په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان روغتیايي اړتیاوې زیاتې شوي دي.
 
اوچا زیاته کړه: "سږکال د ۱۵.۶ میلیونو خلکو ته د لازمي روغتیا پاملرنې خدماتو چمتو کولو لپاره ۴۴۹.۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده."
 
دغه بنسټ همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د حیاتي روغتیايي خدمتونو په سکتور کې د پانګونې نشتوالی به د ډېرو زیان منونکو کسانو د مړینې د زیاتوالي لامل شي.
 
OCHA سږ کال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
د اوچا په وينا، تر اوسه د دغې بوديجې لږه برخه ورکړل شوې ده.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 270668

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270668/په-افغانستان-کې-۱۵-میلیونه-وګړو-ته-د-روغتیايي-خدمتونو-وړاندې-کولو-لپاره-۴۴۹-ډالرو-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com