په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم ویلي، نړۍ باید د افغانستان هغه شتمنۍ خوشې کړي، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې کېدو وروسته کنګل شوې دي.
پاکستان: نړۍ دې د افغانستان کنګل شوې پیسې ورکړئ
4 جوزا 1402 ساعت 15:15
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم ویلي، نړۍ باید د افغانستان هغه شتمنۍ خوشې کړي، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې کېدو وروسته کنګل شوې دي.
آوا - کابل: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمی استازی منیر اکرم پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل: نړۍ باید اجازه ورنکړی چې د افغانستان خلک په اوږدمهاله فقر کې راګیر شی. "
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي د دغو پيسو ورکول د افغانستان د اقتصاد د بيا احيا لپاره ضروري وګڼل او زياته يې کړه، چې اوسمهال د افغانستان ٩٥ سلنه خلک په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي.
تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو په وار وار د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
دا مهال پاکستان چې له سخت اقتصادي کړکېچ سره هم مخ دی، له دې ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د ځان د ژغورلو لپاره نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق ته مراجعه کړې ده. هغه هيله لري چې د افغانستان د شتمنيو په خلاصون سره به د هېواد د اقتصادي ستونزو يوه برخه حل شي.
د مطلب کود: 270671