د روغتيا د نړيوال سازمان استازي لاو دپينګ وويل چې نړيواله همکاري د روغتيا په برخه کې له افغانانو سره د مرستې په برخه کې اساسي رول لوبوي.
د روغتیا نړیوال سازمان:
نړۍ باید د افغانانو د روغتیايي ستونزو په حل کې ونډه واخلي
7 جوزا 1402 ساعت 9:28
د روغتيا د نړيوال سازمان استازي لاو دپينګ وويل چې نړيواله همکاري د روغتيا په برخه کې له افغانانو سره د مرستې په برخه کې اساسي رول لوبوي.
آوا - کابل: د روغتیا د نړیوال سازمان استازی لاو دپینګ پرون (شنبه، جوزا ۶) په خپل ټویټ پاڼه کې ویلی چې د روغتیا نړیوال سازمان چمتو دی چې په افغانستان کې د هغو کسانو سره چې روغتیایی خدمتونو ته اړتیا لری، مرسته وکړی.
هغه زیاته کړه چې د دغه سازمان تر ۵۰ زیات همکاران یې هڅولي چې د افغانستان خلکو ته روغتیايي مرستې ورسوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۶ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د درملنې لپاره یې ۱۸۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د نړیوالو مرستو له بندیدو سره د افغانستان روغتیايي وضعیت په خراب حالت کې دی.
د مطلب کود: 270772