کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د کتاب د اونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

7 جوزا 1402 ساعت 10:18

د بدخشان پوهنتون د فرهنګي کمېټې له خوا د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو څانګو څه باندې دوه زره کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو.


آوا - مزارشریف: د بدخشان پوهنتون د چارواکو په وینا، دغه نندارتون پرون (شنبه، جوزا ۶) د بدخشان پوهنتون په انګړ کې د کتابونو د لوستلو د کلتور د ودې په موخه جوړ شو.
 
د چارواكو په وينا، په دغه نندارتون كې د بېلابېلو څانګو څه باندې دوه زره كتابونه نندارې ته اېښودل شوي او زرګونو كسانو يې ليدنه كړې.
 
دوی ټینګار وکړ چې د بدخشان پوهنتون پرېکړه کړې چې له دې وروسته به دا ډول نور نندارتونونه هم جوړ کړي، څو له یوې خوا محصلین کتاب لوستلو ته وهڅوي او له بلې خوا په ټولنه کې د لوستلو کلتور وده وکړي.
 


د مطلب کود: 270778

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270778/په-بدخشان-کې-د-کتاب-اونۍ-مناسبت-کتابونو-نندارتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com