دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 270778
په بدخشان کې د کتاب د اونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو
د بدخشان پوهنتون د فرهنګي کمېټې له خوا د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو څانګو څه باندې دوه زره کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان پوهنتون د چارواکو په وینا، دغه نندارتون پرون (شنبه، جوزا ۶) د بدخشان پوهنتون په انګړ کې د کتابونو د لوستلو د کلتور د ودې په موخه جوړ شو.
 
د چارواكو په وينا، په دغه نندارتون كې د بېلابېلو څانګو څه باندې دوه زره كتابونه نندارې ته اېښودل شوي او زرګونو كسانو يې ليدنه كړې.
 
دوی ټینګار وکړ چې د بدخشان پوهنتون پرېکړه کړې چې له دې وروسته به دا ډول نور نندارتونونه هم جوړ کړي، څو له یوې خوا محصلین کتاب لوستلو ته وهڅوي او له بلې خوا په ټولنه کې د لوستلو کلتور وده وکړي.
 
https://avapress.com/vdcguz9x7ak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته