کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول

8 جوزا 1402 ساعت 9:13

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر د یکشنبې په ورځ د جوزا په ۷ مه خبر ورکړ چې د ماماخېلو په کلي کې ماین چاودنې له امله یو ۸ کلن هلک او یوه پنځه کلنه نجلۍ وژل شوي دي.
 
ځايي سرچينې وايي، په دې پېښه کې يو بل پنځه کلن ماشوم ټپي شوى دى.
 
څه موده وړاندې د سره صليب کمېټې ويلي وو، چې ناچاوده ماينونه هر کال زرګونه کسان وژني.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څلوېښتو کلونو پرله پسې جګړو په ترڅ کې افغانستان د ماينونو او ناچاودېدونکو توکو په برخه کې يو له ککړو هېوادونو څخه بلل شوى دى.
 


د مطلب کود: 270840

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270840/د-میدان-وردګ-ولایت-په-مرکز-کې-ماین-چاودنې-له-امله-دوه-ماشومان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com