دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 270840
د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر د یکشنبې په ورځ د جوزا په ۷ مه خبر ورکړ چې د ماماخېلو په کلي کې ماین چاودنې له امله یو ۸ کلن هلک او یوه پنځه کلنه نجلۍ وژل شوي دي.
 
ځايي سرچينې وايي، په دې پېښه کې يو بل پنځه کلن ماشوم ټپي شوى دى.
 
څه موده وړاندې د سره صليب کمېټې ويلي وو، چې ناچاوده ماينونه هر کال زرګونه کسان وژني.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څلوېښتو کلونو پرله پسې جګړو په ترڅ کې افغانستان د ماينونو او ناچاودېدونکو توکو په برخه کې يو له ککړو هېوادونو څخه بلل شوى دى.
 
https://avapress.com/vdcgtz9xzak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته