کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت اردوغان ته د بریا مبارکي وویله

8 جوزا 1402 ساعت 10:06

د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په يو پيغام کې رجب طيب اردوغان ته د ترکيې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د بريا له امله مبارکي وويله او دغه هېواد يې د سيمې او نړۍ يو مهم هېواد وباله.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند رجب طیب اردوغان ته د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو د بریا مبارکي ویلې دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اسلامي امارت پخپله اردوغان او د ترکیې ملت ته د دې بریا مبارکي وایي.
 
د اسلامي امارت لومړي وزیر زیاته کړه: د اسلام د دین په خدمت کې له خدای تعالی څخه د یوه قوي، باثباته ترکیې غوښتنه کوم. دا هیواد په سیمه او نړۍ کې ځانګړی اهمیت لري.
 
له بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولي د عالي شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د بریا له امله رجب طیب اردوغان ته مبارکي وویله او په هېواد کې یې د سولې او سوکالۍ هیله وکړه.
 
ښاغلي عبدالله لیکلي چې "ترکیه او افغانستان تاریخي دوستان او متحدین دي."
 
د ترکیې د ټاکنو د دویم پړاو د ټولو صندوقونو د رایو د بیا شمېرنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د ولسمشرۍ د ایتلاف نوماند رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې په ټاکنو کې د څه باندې ۲۷ میلیونو رایو په ګټلو سره بریالی شوی دی.
 
د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ملي ایتلاف نوماند او د اردوغان مخالف کمال کلیچدارو اوغلو هم د ۲۴ میلیونه او ۸۰۰ زره رایو په ګټلو سره ماتې خوړلې ده.
 
د ترکیې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټاکنو کې خپل سیال کمال کلیچدار اوغلو ته ماتې ورکړه او یو ځل بیا د پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ وګټله.
 
د ټاکنو لومړی پړاو چې د مې په ۱۴مه د دریو نوماندانو په ګډون د اردوغان، کلیچدار اوغلو او سینان اوغان تر منځ ترسره شو، کومې څرګندې پایلې ته ونه رسیده او هیڅ یو نوماند هم ونه شوای کولای چې تر ۵۰ سلنه زیاتې رایې وګټي.
 


د مطلب کود: 270846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270846/اسلامي-امارت-اردوغان-ته-د-بریا-مبارکي-وویله

آوا
  https://www.avapress.com