دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 270846
اسلامي امارت اردوغان ته د بریا مبارکي وویله
د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په يو پيغام کې رجب طيب اردوغان ته د ترکيې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د بريا له امله مبارکي وويله او دغه هېواد يې د سيمې او نړۍ يو مهم هېواد وباله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند رجب طیب اردوغان ته د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو د بریا مبارکي ویلې دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اسلامي امارت پخپله اردوغان او د ترکیې ملت ته د دې بریا مبارکي وایي.
 
د اسلامي امارت لومړي وزیر زیاته کړه: د اسلام د دین په خدمت کې له خدای تعالی څخه د یوه قوي، باثباته ترکیې غوښتنه کوم. دا هیواد په سیمه او نړۍ کې ځانګړی اهمیت لري.
 
له بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولي د عالي شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د بریا له امله رجب طیب اردوغان ته مبارکي وویله او په هېواد کې یې د سولې او سوکالۍ هیله وکړه.
 
ښاغلي عبدالله لیکلي چې "ترکیه او افغانستان تاریخي دوستان او متحدین دي."
 
د ترکیې د ټاکنو د دویم پړاو د ټولو صندوقونو د رایو د بیا شمېرنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د ولسمشرۍ د ایتلاف نوماند رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې په ټاکنو کې د څه باندې ۲۷ میلیونو رایو په ګټلو سره بریالی شوی دی.
 
د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ملي ایتلاف نوماند او د اردوغان مخالف کمال کلیچدارو اوغلو هم د ۲۴ میلیونه او ۸۰۰ زره رایو په ګټلو سره ماتې خوړلې ده.
 
د ترکیې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټاکنو کې خپل سیال کمال کلیچدار اوغلو ته ماتې ورکړه او یو ځل بیا د پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ وګټله.
 
د ټاکنو لومړی پړاو چې د مې په ۱۴مه د دریو نوماندانو په ګډون د اردوغان، کلیچدار اوغلو او سینان اوغان تر منځ ترسره شو، کومې څرګندې پایلې ته ونه رسیده او هیڅ یو نوماند هم ونه شوای کولای چې تر ۵۰ سلنه زیاتې رایې وګټي.
 
https://avapress.com/vdcc0xqie2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته