کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه په افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکوي

8 جوزا 1402 ساعت 13:47

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د جګړې له امله د بې ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.


آوا - کابل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په دې مرستو کې د معیشیت روزل او ښځو ته د دې فرصت برابرول شامل دي، چې له ځان او کورنۍ سره مرسته وکړي.
 
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره تر یو میلیون درې سوه زره ډېر کسان خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې اوس هم د هېواد په يو شمېر سيمو کې داخلي بې ځايه شوي کسان شته او د بشري مرستو له بندېدو سره يې وضعيت ښه نه دى.
 


د مطلب کود: 270875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270875/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-کې-له-داخلي-بې-ځایه-شویو-سره-د-خپلو-مرستو-دوام-ډاډ-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com