دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 270875
ملګري ملتونه په افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د جګړې له امله د بې ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په دې مرستو کې د معیشیت روزل او ښځو ته د دې فرصت برابرول شامل دي، چې له ځان او کورنۍ سره مرسته وکړي.
 
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره تر یو میلیون درې سوه زره ډېر کسان خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې اوس هم د هېواد په يو شمېر سيمو کې داخلي بې ځايه شوي کسان شته او د بشري مرستو له بندېدو سره يې وضعيت ښه نه دى.
 
https://avapress.com/vdcef78wnjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته