کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا د نیالګیو کینول پیل شوه

8 جوزا 1402 ساعت 14:56

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د لغمان ولایت د غرونو په لمنو کې یې په ۳۵۰ هکتاره ځمکه کې مېوه لرونکي ونې کرلي دي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازی په یوه ټوېټ کې اعلان کړی چې د اروپایی کمیسیون، د المان د فدرالی پراختیا وزارت او د اسیا پراختیایی بانک په مالی مرسته یې مېوه لرونکي ونې کرلي دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د دغو ونو د کرلو لپاره له ۶۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو څخه چې د خوړو خوندیتوب نه لري، خلک غوره شوي دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په دې برید کې ۲۰ سلنه برخه اخیستونکي ښځې وې.
 
د يادونې ده، چې د خوړو نړيوال پروګرام هر کال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له کروندګرو سره د مېوه لرونکو ونو مرسته کوله.
 


د مطلب کود: 270890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270890/په-لغمان-ولایت-کې-د-خوړو-نړیوال-پروګرام-له-خوا-نیالګیو-کینول-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com