کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ رژیم ماته او شاتګ

9 جوزا 1402 ساعت 11:35

د صهیونیسټ رژیم پوځیان د اردن سیند د لویدیځې غاړې په شمال کښې په طولکرم کښې د نور شمس په کمپ په وروستیو حملو کښې شاتګ ته اړ شوي.


آوا: اسرائیلي پوځیانو د دوشنبې په شپه د نور شمس طولکرم په کمپ له څو موټرو سره برید وکړ او د فلسطیني مقاومت له ځوانانو سره یې نښته وکړه او له لږ ځنډ وروسته شاتګ ته اړ شول.
 
د ایران د مطبوعاتو د خبر له مخې په نور شمس تلکرم کمپ کښې د فلسطیني مقاومت د ځوانانو او اسرائیلي پوځیانو ترمینځ ډزې وشوې او د دغه کمپ اوسیدونکو د فلسطین د مقاومت په ملاتړ د الله اکبر نارې وهلې.
 
دا اړینه ده چې یادونه وشي؛ د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلا بیلو سیمو کښې وسله وال مقاومت رامینځته شوی دی او په دغه سیمه کښې د مقاومت نوی نسل د صهیونیسټ رژیم لپاره یوه جدي ننګونه ګرځیدلې ده .
 


د مطلب کود: 270925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270925/په-لویدیځه-غاړه-کښې-د-صهیونیسټ-رژیم-ماته-او-شاتګ

آوا
  https://www.avapress.com