دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 270925
په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ رژیم ماته او شاتګ
د صهیونیسټ رژیم پوځیان د اردن سیند د لویدیځې غاړې په شمال کښې په طولکرم کښې د نور شمس په کمپ په وروستیو حملو کښې شاتګ ته اړ شوي.
افغان غږ خبری آژانس: اسرائیلي پوځیانو د دوشنبې په شپه د نور شمس طولکرم په کمپ له څو موټرو سره برید وکړ او د فلسطیني مقاومت له ځوانانو سره یې نښته وکړه او له لږ ځنډ وروسته شاتګ ته اړ شول.
 
د ایران د مطبوعاتو د خبر له مخې په نور شمس تلکرم کمپ کښې د فلسطیني مقاومت د ځوانانو او اسرائیلي پوځیانو ترمینځ ډزې وشوې او د دغه کمپ اوسیدونکو د فلسطین د مقاومت په ملاتړ د الله اکبر نارې وهلې.
 
دا اړینه ده چې یادونه وشي؛ د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلا بیلو سیمو کښې وسله وال مقاومت رامینځته شوی دی او په دغه سیمه کښې د مقاومت نوی نسل د صهیونیسټ رژیم لپاره یوه جدي ننګونه ګرځیدلې ده .
 
https://avapress.com/vdcauwnum49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته