کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې سېلابونه ډېر مالي زیانونه اړولي دي

9 جوزا 1402 ساعت 13:31

په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې سیلابونو د استوګنې ۶۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ کړې دي.


آوا - کابل: د لوګر ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي عبدالله مفکر وايي، د لوګر د الوزی، حاجی گلون، بابوس، زرد گل، جمعه و شادی خوک په کلیو کې د استوګنې کورونه نړولې دي او کرنیزې ځمکې ویجاړ کړي دي.
 
د مفکر په وينا، په زيانمنو شويو کسانو خوراکي او بېړنۍ مرستې وېشل شوي او د اوښتو زيانونو د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.
 
په لوګر کې د دوشنبې په ورځ د ثور میاشتې په اتمه نېټه د سختو وریځو او بارانونو له امله سیلاب راغی.
 
په لوګر کې د سېلابونو له امله د تخریب شویو کرنیزو ځمکو کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده.
 
په لوګر کې ږلۍ او باران په داسې حال کې زیانونه اړولي چې کروندګر خپل حاصلات راټولوي.
 


د مطلب کود: 270933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270933/په-لوګر-کې-سېلابونه-ډېر-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com