دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 270933
په لوګر کې سېلابونه ډېر مالي زیانونه اړولي دي
په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې سیلابونو د استوګنې ۶۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي عبدالله مفکر وايي، د لوګر د الوزی، حاجی گلون، بابوس، زرد گل، جمعه و شادی خوک په کلیو کې د استوګنې کورونه نړولې دي او کرنیزې ځمکې ویجاړ کړي دي.
 
د مفکر په وينا، په زيانمنو شويو کسانو خوراکي او بېړنۍ مرستې وېشل شوي او د اوښتو زيانونو د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.
 
په لوګر کې د دوشنبې په ورځ د ثور میاشتې په اتمه نېټه د سختو وریځو او بارانونو له امله سیلاب راغی.
 
په لوګر کې د سېلابونو له امله د تخریب شویو کرنیزو ځمکو کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده.
 
په لوګر کې ږلۍ او باران په داسې حال کې زیانونه اړولي چې کروندګر خپل حاصلات راټولوي.
 
https://avapress.com/vdcjtye8tuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته