کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د باکو په نړیوالو سیالیو کې د افغان تکواندو کار بریا

10 جوزا 1402 ساعت 8:51

د تکواندو افغان لوبغاړی محسن رضايي په باکو کې د نړیوالو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو بریالی شو.


آوا: د تکواندو فدراسیون چارواکي وايي، د دغه هېواد دغه تکواندو لوبغاړي په منفي ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې خپل حریف ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
 
د شاوخوا دوو سوو هېوادونو ترمنځ د تکواندو سيالۍ د اذربايجان د "باکو" ښار په کوربه توب پيل شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تايلند د متايي په نړيواله سيالۍ کې چې شاوخوا درې اونۍ مخکې په ايران کې د افغان کډوالو له ډلې څخه دوو تنو ورزشکارانو هم په دې سياليو کې ګډون کړى و او د کډوالو ټيم وتوانيد چې د دغې سيالۍ د ټولنيز نوښت مډال وګټي.
 


د مطلب کود: 270965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270965/د-باکو-په-نړیوالو-سیالیو-کې-افغان-تکواندو-کار-بریا

آوا
  https://www.avapress.com