کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان د خوارځواکۍ ماشومانو لپاره د درملنې ۱۳۰ مرکزونه ملاتړ کوي

10 جوزا 1402 ساعت 12:25

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خوارځواکي ماشومانو د درملنې له ۱۳۰ مرکزونو ملاتړ اعلان کړ.


آوا - کابل: د افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د افغانستان په جنوب کې د ۱۲ روغتونونو ۲۸ روغتیایی کارکوونکو او ۱۱ نرسانو د حاد خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې روزنیز کورس بشپړ کړ.
 
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا مهال په افغانستان کې د خوارځواکي ماشومانو د درملنې ۱۳۰ مرکزونه لري.
 
دغه سازمان د روان کال په فبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان او څه باندې اته سوه زره امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 270978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270978/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-خوارځواکۍ-ماشومانو-لپاره-درملنې-۱۳۰-مرکزونه-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com