کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو دریو میاشتو کې د ۱۴۰ زره خوارځواکۍ ماشومانو درملنه شوي ده

11 جوزا 1402 ساعت 11:34

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه سازمان له خوا په افغانستان کې د ۱۴۰ زره په شدید حاد خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه شوې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل ټویټر کې لیکلي چې دغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر پایه د خوارځواکۍ د شدیدې خوارځواکۍ درملنه ترلاسه کړې ده.
 
په همدې حال کې یونیسف په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او تنکیو نجونو تر منځ د حاد سوءتعذیه کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
 
د بیکارۍ زیاتوالی د کورنیو ترمنځ د فقر کچه لوړه کړې ده.
 


د مطلب کود: 271037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271037/په-تیرو-دریو-میاشتو-کې-د-۱۴۰-زره-خوارځواکۍ-ماشومانو-درملنه-شوي-ده

آوا
  https://www.avapress.com