کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کي د هندواڼو ښه بازار

11 جوزا 1402 ساعت 13:43

په کندهار کې د اوړي موسم په رانژدې کېدو سره د دې ولایت د خلکو لېوالتیا د هندواڼو پېرلو ته ډېره شوې ده.


آوا - کندهار: په کندهار کې د هندواڼو پلورونکي وايي، د هوا په ګرمېدو او د دوبي موسم په را رسېدو سره په کندهار کې د هندواڼو پلور ډېر شوی دی.
 
په کندهار کې د هندواڼو یوه پلورونکي عبدالستار آوا ته وویل: زه له شلو کلونو راهیسې خټکي پلورم او دا چې د هندواڼو د پلورلو اوږده تجربه لرم، نو ډېری ښاریان له ما څخه هندواڼې اخلي.
 
هغه زياته کړه، په دې موسم کې د هندواڼو خرڅلاو هغه مهال ډېرېږي، چې په کندهار کې هوا ګرمه شي او خلک د نورو مېوو په پرتله هندواڼې ډېر کاروي.
 
هغه زياته کړه، د معمول په څېر هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پوري هندواڼې پلورم او د تېر کال په پرتله د هندواڼو بازار ښه شوی دی.
 


د مطلب کود: 271057

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271057/په-کندهار-کي-د-هندواڼو-ښه-بازار

آوا
  https://www.avapress.com