دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 271057
په کندهار کي د هندواڼو ښه بازار
په کندهار کې د اوړي موسم په رانژدې کېدو سره د دې ولایت د خلکو لېوالتیا د هندواڼو پېرلو ته ډېره شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: په کندهار کې د هندواڼو پلورونکي وايي، د هوا په ګرمېدو او د دوبي موسم په را رسېدو سره په کندهار کې د هندواڼو پلور ډېر شوی دی.
 
په کندهار کې د هندواڼو یوه پلورونکي عبدالستار افغان غږ خبری آژانس ته وویل: زه له شلو کلونو راهیسې خټکي پلورم او دا چې د هندواڼو د پلورلو اوږده تجربه لرم، نو ډېری ښاریان له ما څخه هندواڼې اخلي.
 
هغه زياته کړه، په دې موسم کې د هندواڼو خرڅلاو هغه مهال ډېرېږي، چې په کندهار کې هوا ګرمه شي او خلک د نورو مېوو په پرتله هندواڼې ډېر کاروي.
 
هغه زياته کړه، د معمول په څېر هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پوري هندواڼې پلورم او د تېر کال په پرتله د هندواڼو بازار ښه شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchmzniq23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته