کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ ولایت ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سفر

12 جوزا 1402 ساعت 12:37

د بلخ ولایت مقام رسنیز مرکز دغه ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور د سفر خبر ورکړی دی. ویل شوي، چې بلخ ولایت ته د دلاور د سفر موخه د دغه ولایت له کانونو څخه لیدنه او د مسوولینو د ستونزو اورېدل او له هغوی سره د چلند په اړه ویل شوي دي.


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت مقام د رسنیو د مرکز د راپور له مخې، د کانونو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور، پرون له غرمې مخکې د دغه ولایت له مرستیال او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بلخ ولایت ته د ښاغلي دلاور د سفر موخه د دغه ولایت د کانونو له سیمو لیدنه، له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې او د هغوی د ستونزو هوارول دي.
 
په دې کتنه کې د بلخ سیمه ییزو چارواکو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې د دغه ولایت د کانونو وضعیت وڅېړي.


د مطلب کود: 271089

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271089/بلخ-ولایت-ته-د-کانونو-او-پټرولیم-سرپرست-وزیر-سفر

آوا
  https://www.avapress.com