کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي

13 جوزا 1402 ساعت 8:34

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې د پانګوالو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، چې اوسمهال پرې کار روان دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د سوداګرۍ خونې له رئیس محمد یونس مومند سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس، د تبادلې د اتحادیې مرستیال حاجي بهرام او یو شمیر پانګوالو او سوداګرو لیدنه وکړه.
 
د رئیس الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې سوداګرو او پانګوالو وويل، هڅه کوي په هېواد کې د پانګونې له لارې په اقتصادي او صنعتي وده کې برخه واخلي او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي.
 
دوی د خپلو یو شمېر ستونزو او وړاندیزونو د شریکولو په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې دوی ته د سالمې پانګونې د سیالۍ زمینه برابره کړي.
 
سرپرست رئیس الوزرا ویلي، پانګوالو او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دا د ویاړ خبره ده چې په اوسني وضعیت کې له خپلو خلکو سره دي.
 
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د اقتصادي ودې په لاره کې مهم ګامونه پورته کړي او دا مهال په یو شمېر سترو پروژو کار روان دی او د هېواد ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 


د مطلب کود: 271097

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271097/په-هیواد-کې-د-پانګوالو-لپاره-اسانتیاوو-رامنځته-کول-اسلامي-امارت-له-مهمو-لومړیتوبونو-څخه-دي

آوا
  https://www.avapress.com