کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې معیاري سړې خونې جوړېږي

14 جوزا 1402 ساعت 10:31

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاري تولیدي کارخونې جوړوي.


آوا - مانیتورینګ: د دغه وزارت تخنیکي مرستیال وايي، چې د دغو سړو خونو د جوړېدلو لپاره پر یوې تګلارې کار روان دی او په وروستي کېدو سره به یې په راتلونکي کې په دې برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شي.
 
یو شمېر کروندګر او بڼوال هم د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره په خپلو سیمو کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو موسم رارسېدلی خو د کروندګرو او کارخونو لرونکو په وینا د معیاري سړو خونو نشتون د دوی پر وړاندې جدي ستونزه ده.
 


د مطلب کود: 271167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271167/افغانستان-کې-معیاري-سړې-خونې-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com