کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان د ډبرو سکرو د استخراج لپاره ۱۴ تنو ته جواز ورکول شوي

15 جوزا 1402 ساعت 8:45

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور بغلان ته د یوه سفر په ترڅ کې ۱۴ کسانو ته د ۹ میاشتو د ډبرو سکرو د استخراج جوازونه ورکړل.


آوا – مزار شریف: د بغلان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور پرون (یکشنبه، جوزا ۱۴) بغلان ته سفر کړی او ۱۴ تنو ته یې د کار جوازونه صادر کړی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د دغو کسانو جوازونه به په دې شرط تمديد شي، چې په دې موده کې د ډبرو سکرو د استخراج معيارونه پوره کړي.
 
په ورته وخت کې، په بغلان کې د ډبرو سکرو ۴۰۰ کانونه شتون لري چې له دې جملې څخه ۱۴ یې د کانونو جواز ترلاسه کړی دی.
 


د مطلب کود: 271196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271196/د-بغلان-ډبرو-سکرو-استخراج-لپاره-۱۴-تنو-ته-جواز-ورکول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com