کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د لرغونو سيمو د ناقانونه کيندلو مخه ونيول شوه

15 جوزا 1402 ساعت 13:03

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په لرغونو سيمو کې د غير قانوني کيندنو مخه نيول شوې او له عاملينو سره به قانوني چلند وشي.


آوا - مزار شریف: د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم آوا ته وویل: هیچاته به اجازه ورنکړل شی چې په خپل سر د جوزجان ولایت لرغونی اثار او تاریخي اثار کیندل او استخراج کړي او له عاملینو سره به قانوني چلند وشي.
 
د معتصم په وينا، يو شمېر کسانو په خپلسري ډول د شبرغان - سرپل د لويې لارې د تاريخي غونډيو يوه برخه لټوله او دغو سيمو ته د ليدو لپاره تلل.
 
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه: د جوزجان د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو بيا رغونه اساسي اړتيا ده.
 
جوزجان ۴۵ تاریخي او لرغونې سیمې لري چې له دې جملې څخه ۵ لرغوني او تاریخي سیمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ثبت شوي او د هیواد له تاریخي سیمو څخه شمیرل کیږي.
 


د مطلب کود: 271236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271236/په-جوزجان-کې-د-لرغونو-سيمو-ناقانونه-کيندلو-مخه-ونيول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com