دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 271236
په جوزجان کې د لرغونو سيمو د ناقانونه کيندلو مخه ونيول شوه
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په لرغونو سيمو کې د غير قانوني کيندنو مخه نيول شوې او له عاملينو سره به قانوني چلند وشي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: هیچاته به اجازه ورنکړل شی چې په خپل سر د جوزجان ولایت لرغونی اثار او تاریخي اثار کیندل او استخراج کړي او له عاملینو سره به قانوني چلند وشي.
 
د معتصم په وينا، يو شمېر کسانو په خپلسري ډول د شبرغان - سرپل د لويې لارې د تاريخي غونډيو يوه برخه لټوله او دغو سيمو ته د ليدو لپاره تلل.
 
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه: د جوزجان د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو بيا رغونه اساسي اړتيا ده.
 
جوزجان ۴۵ تاریخي او لرغونې سیمې لري چې له دې جملې څخه ۵ لرغوني او تاریخي سیمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ثبت شوي او د هیواد له تاریخي سیمو څخه شمیرل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcgwq9x3ak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته