کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات د تېلو پمپونه معیاري کيږي

16 جوزا 1402 ساعت 14:56

د هرات د نفتو او ګازو رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې به د تېلو ټول پمپونو په معياري ډول ورغول شي.


آوا - هرات: د هرات د نفتو او ګازو د ادارې مرستیال مولوی عزت الله خبیب وایی چې په هرات کې د تیلو ۲۵۶ پمپونه شته چې ټول باید د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شی.
 
مولوي خبيب همداراز څرګنده کړه: د تیلو د پمپو د معياري کولو کار روان دى.
 
ده زياته کړه: د دغه رياست د پروګرام له مخې بايد ټولې دولتي ادارې له مشخصو مرکزونو څخه تېل او ګاز واخلي چې ټاکل شوې ده.
 
د هرات د نفتو او ګازو رياست مرستيال وايي، دغه رياست له ايران او ترکمنستان څخه تېل پېري او بيا يې په ښار کې د بې کيفيته تېلو د مصرف د مخنيوي په موخه بازار ته وړاندې کوي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له سرحدي ولايتونو څخه دى او له ايران او ترکمنستان څخه ملي سوداګر دغه ولايت ته ګاز او نفتي توکي واردوي.
 


د مطلب کود: 271302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271302/د-هرات-تېلو-پمپونه-معیاري-کيږي

آوا
  https://www.avapress.com