کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت اسټراليايي چارواکو ته اجازه ورکوي چې د جنګي جرمونو څيړنه وکړي

16 جوزا 1402 ساعت 15:27

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د درېیو بې ګناه وګړو د وژلو په قضیه کې د یوه استرالیايي عسکر د جنګي جنایت په ارتکاب محکومیدو ته په غبرګون کې اعلان وکړ چې اسټرالیايي چارواکو ته به اجازه ورکړي چې په هیواد کې دننه د جنګي جنایتونو څیړنه وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې پرون له سیډني ایس بي ایس چینل سره په مرکه کې وکړې.
 
هغه وويل، ښايي اسټراليايي چارواکي د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره افغانستان ته راشي.
 
مجاهد ټینګار کړی، چې دوی ته باید د جنګي جنایاتو د څېړلو او څېړنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شي.
 
هغه څرګنده کړه، که دوی ډاډه وي چې تحقیقات به په صادقانه توګه ترسره شي، دوی کولی شي اسټرالیايي چارواکو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ننوځي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
 
تر دې مخکې یوې محکمې حکم کړی و چې د استرالیا پخواني پوځي بین رابرټس سمیت په افغانستان کې د خدمت پر مهال د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ جنګي جرمونه کړي دي.
 
د استرالیا دې محکمې اعلان وکړ چې سمیټ لږترلږه څلور قتلونه کړي دي.
 


د مطلب کود: 271307

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271307/اسلامي-امارت-اسټراليايي-چارواکو-ته-اجازه-ورکوي-چې-د-جنګي-جرمونو-څيړنه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com