کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش په بدخشان کې د مرستیال والي باندي د برید پړه پر غاړه واخیسته

17 جوزا 1402 ساعت 9:46

داعش ترهګرې ډلې اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت لپاره مرستیال والي نثار احمد احمدي په وړاندې د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی.


آوا - کابل: په هغه برید کې چې پرون سهار د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې شوی، د دغه ولایت مرستیال والي نثار احمد احمدي او یو بل کس وژل شوی دی.
 
د الجزیرې د راپور له مخې، د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی او په خپل ټیلیګرام اکاونټ کې یې ویلي چې "د دوی جنګیالي په فیض آباد کې د بدخشان د مرستیال والي د موټر ترڅنګ د موټر بم په چاودنه کې بریالي شول".
 
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس معاذ الدين احمدي وايي چې په دې چاودنه کې شپږ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
 
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه، چې دغه پېښه د فيض آباد په نوي ښار کې د موټر بم بريد له امله رامنځته شوې ده.
 
د ۱۴۰۱ کال د جدي په میاشت کې د اسلامي امارت د امنیت امر عبدالحق ابو عمر په بدخشان کې د موټر بم په چاودنه کې ووژل شو.
 


د مطلب کود: 271339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271339/داعش-په-بدخشان-کې-د-مرستیال-والي-باندي-برید-پړه-پر-غاړه-واخیسته

آوا
  https://www.avapress.com