کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو څخه ۲۵ افغان اتباع خوشي شوي دي

17 جوزا 1402 ساعت 13:41

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۵ نورو افغان اتباعو د خوشي کولو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه (چهارشنبه، جوزا ۱۷) اعلان وکړ چې دغه کسان پرون د پاکستان د سند صوبې له زندانونو خوشې شول او د اسلامي امارت په لګښت افغانستان ته انتقال شول.
 
په یوه ویډیو کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ مشر عبدالجبار تخاري وايي چې په خوشي شویو کې یوه ښځه او اوه ماشومان هم شامل دي.
 
تر دې مخکې هم یو شمېر افغان اتباع د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.
 
د اسلامي امارت له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې تر اوسه د پاکستان له زندانونو څه باندې ۲۳۴۲ افغانان خوشي شوي دي.
 


د مطلب کود: 271359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271359/د-پاکستان-له-زندانونو-څخه-۲۵-افغان-اتباع-خوشي-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com