کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپا ته د انساني قاچاق په تور څلور افغانان ونيول شول

17 جوزا 1402 ساعت 13:44

د ايټاليا، جرمني او فرانسې پوليسو د انساني قاچاق په تور څلور افغانان نيولي دي.


آوا - کابل: د آلمان DPA خبري آژانس د ایټالوي پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې د دغو څلورو کسانو له ډلې څخه درې یې په فرانسه او یو یې په آلمان کې نیول شوي دي.
 
ویل شوي، چې دغو تورنو کسانو په غیر قانوني توګه د ایټالیا له سویل څخه فرانسې او جرمني ته پناه غوښتونکي لېږدول.
 
د ایټالوي پولیسو په وینا دغو څلورو کسانو جرمني او فرانسې ته د لېږدولو لپاره له هر پناه غوښتونکي څخه ۱۵ زره یورو اخیستي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد ډېری وګړي اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه د قاچاق له لارې کډوالېږي.
 


د مطلب کود: 271360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271360/اروپا-ته-د-انساني-قاچاق-په-تور-څلور-افغانان-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com