کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په سپین بولدک ګمرک کې اور لګېدلی

18 جوزا 1402 ساعت 13:02

د کندهار ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د چمن او سپین بولدک دروازې ته څېرمه د اور لګېدنې خبر ورکوي.


آوا: د کندهار ولایت چارواکي د دغه ولایت د چمن او سپین بولدک په دروازه کې د اور لګیدنې خبر ورکوي.
 
چارواکي وايي، نن پنجشنبه (جوزا ۱۸) د کندهار ښار د چمن او سپین بولدک دروازو ته څېرمه د ګمرک په دفتر کې اور لګېدلی دی.
 
چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته نور جزیات نه دي ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (جوزا ١٣) هم د کندهار د سپين بولدک په پوله کې اور لګېدلی و.
 


د مطلب کود: 271422

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271422/د-کندهار-په-سپین-بولدک-ګمرک-کې-اور-لګېدلی

آوا
  https://www.avapress.com