کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د چین له سفیر سره وکتل

19 جوزا 1402 ساعت 12:07

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.


آوا - کابل: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او په کابل کې د چین د سفیر وانګ یو ترمنځ خبرې اترې کړې دی.
 
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د قشقري د نفتو د څاګانو د استخراج او د مس عینک د مسو کان د کار د پیل په اړه خبرې وکړې او ویل کېږي چې شهاب الدین دلاور غواړي د دغو پروژو د تطبیق چارې ګړندۍ کړي.
 
تر دې مخکې په افغانستان کې د چین سفیر د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د څرنګوالي او اقتصادي پراختیا په اړه خبرې کړې دي.


د مطلب کود: 271459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271459/د-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-سرپرست-په-افغانستان-کې-چین-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com