د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.
د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي دي
20 جوزا 1402 ساعت 15:25
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.
آوا - مزارشریف: د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پیښه نن (شنبه، جوزا ۲۰) له یوه ټیوټا موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوي ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې وژل شوي کسان د جوزجان او کابل اصلي اوسېدونکي دي.
په ورته وخت کې د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او خراب سړکونه په هېواد کې د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لامل شوي دي.
تېره اوونۍ په سرپل او زابل ولایتونو کې په دوو خونړیو ترافیکي پېښو کې تر ۳۰ ډېر کسان ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپیان شول.
د مطلب کود: 271507