کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په عراق کې د ایران د مالي سرچینو څخه د ۲.۷ میلیارد ډالرو خوشې کول

21 جوزا 1402 ساعت 15:01

خبري سرچینې تاییدوي چې د عراق د سوداګریزو بانکونو له خوا د لومړنیو توکو د اخیستلو لپاره د ایران د ۲.۷ میلیارده ډالرو د غوښتنې اجازه ورکړل شوې ده.


آوا: خبری سرچینې په عراق کې د ایران د بهرنیو اسعارو له منابعو څخه د ۲.۷ ملیارد ډالرو د وتلو خبر ورکوی، چې د دغه هېواد د پخوانۍ غوښتنې په برخه کې دی.
 
د ایران پرس په وینا، وروستي خبرونه څرګندوي چې د TBI بانک (د عراق سوداګریز بانک) د بنسټیزو توکو د پیرودلو لپاره د ایران له غوښتنو څخه د ۲.۷ ملیارد ډالرو د ورکړې اجازه ورکړې ده.
 
په تيرو ورځو کښې د ايران د بهرنيو اسعارو له سرچينو څخه څه دپاسه ٢.٧ مليارډ ډالره تاديه په عراق کښې د لومړنيو شيانو لکه وريجو، جوارو، غوړيو او نورو د پيرودنې لپاره شوې ده.
 
دا کار د امریکا له فدرالي زیرمو سره د عراق د مرکزي بانک تر همغږۍ وروسته وشو، چې په ترڅ کې یې TBI بانک ته اجازه ورکړل شوه، چې د بنسټیزو توکو د پېرلو په برخه کې د ایران له غوښتنو څخه ۲.۷ میلیارده ډالر ورکړي.
 
په تیرو اونیو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت او د سیمې د هیوادونو ترمینځ ګڼ شمیر نړیوال او مالی تړونونه شوی دی چې د ایران د بندو سرچینو د یوې برخې ازادول د دغو موافقو یوه برخه ده چې له عراق څخه د ایران د اوه میلیارډ ډالرو غوښتنه ده.
 


د مطلب کود: 271577

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271577/په-عراق-کې-د-ایران-مالي-سرچینو-څخه-۲-۷-میلیارد-ډالرو-خوشې-کول

آوا
  https://www.avapress.com