دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 271577
په عراق کې د ایران د مالي سرچینو څخه د ۲.۷ میلیارد ډالرو خوشې کول
خبري سرچینې تاییدوي چې د عراق د سوداګریزو بانکونو له خوا د لومړنیو توکو د اخیستلو لپاره د ایران د ۲.۷ میلیارده ډالرو د غوښتنې اجازه ورکړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: خبری سرچینې په عراق کې د ایران د بهرنیو اسعارو له منابعو څخه د ۲.۷ ملیارد ډالرو د وتلو خبر ورکوی، چې د دغه هېواد د پخوانۍ غوښتنې په برخه کې دی.
 
د ایران پرس په وینا، وروستي خبرونه څرګندوي چې د TBI بانک (د عراق سوداګریز بانک) د بنسټیزو توکو د پیرودلو لپاره د ایران له غوښتنو څخه د ۲.۷ ملیارد ډالرو د ورکړې اجازه ورکړې ده.
 
په تيرو ورځو کښې د ايران د بهرنيو اسعارو له سرچينو څخه څه دپاسه ٢.٧ مليارډ ډالره تاديه په عراق کښې د لومړنيو شيانو لکه وريجو، جوارو، غوړيو او نورو د پيرودنې لپاره شوې ده.
 
دا کار د امریکا له فدرالي زیرمو سره د عراق د مرکزي بانک تر همغږۍ وروسته وشو، چې په ترڅ کې یې TBI بانک ته اجازه ورکړل شوه، چې د بنسټیزو توکو د پېرلو په برخه کې د ایران له غوښتنو څخه ۲.۷ میلیارده ډالر ورکړي.
 
په تیرو اونیو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت او د سیمې د هیوادونو ترمینځ ګڼ شمیر نړیوال او مالی تړونونه شوی دی چې د ایران د بندو سرچینو د یوې برخې ازادول د دغو موافقو یوه برخه ده چې له عراق څخه د ایران د اوه میلیارډ ډالرو غوښتنه ده.
 
https://avapress.com/vdcefz8wfjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته