کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان ولایت کې سیلابونو ستر مالي زیانونه اړولي دي

22 جوزا 1402 ساعت 13:43

د باميان ولايت په يکاولنګ ولسواليو او د مرکز په ځينو سيمو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او د يادو سيمو خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.


آوا - باميان: ځايي سرچينې وايي، چې تېره ورځ د جوزا د مياشتې په ٢١مه، د باميان ولايت په مرکز او يکاولنګ ولسوالۍ کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.
 
له يکاولنګ ولسوالۍ نه په رارسيدلي خبرکې ويل شوي دي چې سيلابونو په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده . دغه راز د غره د ښويېدو له امله د دې ولسوالۍ مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.
 
  ویل کېږي، چې د چهارسدخانې په سیمه کې سېلابونو د لسګونه کورونو او سلګونه جریبه ځمکې د ویجاړولو ترڅنګ لسګونه څاروي هم له منځه وړي او یوه مدرسه او د برېښنا دوه بندونه یې زیانمن کړي دي.
 
د چهارسیدخانې په کلي کې ځايي خلکو ویلي چې د خان سیند لاره چې د دغه کلي له منځ څخه د سرپل ولایت پر لور تېرېږي د ۱۹ ساعتونو لپاره بنده وه او د دې لارې د خلاصېدو لپاره هېڅ وسیله نه وه.
 
په همدې حال کې د باميانو سيمه ييزو چارواکو د يکاولنګ دوه نمبر ولسوالۍ پر سړک د ځمکې ښويېدنې خبره رد کړې او ويلي يې دي، چې تېره شپه د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د سېلابونو د ارزونې په موخه دې ولسوالۍ ته تللى و.
 


د مطلب کود: 271625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271625/په-بامیان-ولایت-کې-سیلابونو-ستر-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com