دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 271625
په بامیان ولایت کې سیلابونو ستر مالي زیانونه اړولي دي
د باميان ولايت په يکاولنګ ولسواليو او د مرکز په ځينو سيمو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او د يادو سيمو خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - باميان: ځايي سرچينې وايي، چې تېره ورځ د جوزا د مياشتې په ٢١مه، د باميان ولايت په مرکز او يکاولنګ ولسوالۍ کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.
 
له يکاولنګ ولسوالۍ نه په رارسيدلي خبرکې ويل شوي دي چې سيلابونو په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده . دغه راز د غره د ښويېدو له امله د دې ولسوالۍ مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.
 
  ویل کېږي، چې د چهارسدخانې په سیمه کې سېلابونو د لسګونه کورونو او سلګونه جریبه ځمکې د ویجاړولو ترڅنګ لسګونه څاروي هم له منځه وړي او یوه مدرسه او د برېښنا دوه بندونه یې زیانمن کړي دي.
 
د چهارسیدخانې په کلي کې ځايي خلکو ویلي چې د خان سیند لاره چې د دغه کلي له منځ څخه د سرپل ولایت پر لور تېرېږي د ۱۹ ساعتونو لپاره بنده وه او د دې لارې د خلاصېدو لپاره هېڅ وسیله نه وه.
 
په همدې حال کې د باميانو سيمه ييزو چارواکو د يکاولنګ دوه نمبر ولسوالۍ پر سړک د ځمکې ښويېدنې خبره رد کړې او ويلي يې دي، چې تېره شپه د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د سېلابونو د ارزونې په موخه دې ولسوالۍ ته تللى و.
 
https://avapress.com/vdcirzarwt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته