کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه غنم افغانستان ته لېږدوي

23 جوزا 1402 ساعت 8:42

د هند حکومت ویلي چې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو په دوام پلان لري چې د ایران د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه نور غنم افغانستان ته ولېږدوي.


آوا: د هندوستان ټایمز اف انډیا خبری آژانس خبر ورکړی، چې د هند حکومت د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره ټنه غنم له استولو وروسته، ۲۰ زره ټنه نور غنم د چابهار بندر له لارې هم افغانستان ته استوي.
 
باخترآژانس د اسلامي امارت دچارواکو په حواله پرون دوشنبه د جوزا د مياشتې ٢٢ نيټه خبر ورکړ چې ددغه غنمو لومړۍ برخه چې څه دپاسه ٢٥٠٠ ټنه ده په روانه اوونۍ کې له چابهار بندر څخه هرات ته راورسيږي . دا په روان کال کې د هند له خوا افغانستان ته د خوراکي توکو لومړۍ جوپه رالېږل کېږي.
 
باید وویل شي، چې هند په تېرو کلونو کې تل له افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو څخه دی.
 


د مطلب کود: 271655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271655/هند-د-چابهار-بندر-له-لارې-۲۰-زره-ټنه-غنم-افغانستان-ته-لېږدوي

آوا
  https://www.avapress.com