دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 271655
هند د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه غنم افغانستان ته لېږدوي
د هند حکومت ویلي چې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو په دوام پلان لري چې د ایران د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه نور غنم افغانستان ته ولېږدوي.
افغان غږ خبری آژانس: د هندوستان ټایمز اف انډیا خبری آژانس خبر ورکړی، چې د هند حکومت د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره ټنه غنم له استولو وروسته، ۲۰ زره ټنه نور غنم د چابهار بندر له لارې هم افغانستان ته استوي.
 
باخترآژانس د اسلامي امارت دچارواکو په حواله پرون دوشنبه د جوزا د مياشتې ٢٢ نيټه خبر ورکړ چې ددغه غنمو لومړۍ برخه چې څه دپاسه ٢٥٠٠ ټنه ده په روانه اوونۍ کې له چابهار بندر څخه هرات ته راورسيږي . دا په روان کال کې د هند له خوا افغانستان ته د خوراکي توکو لومړۍ جوپه رالېږل کېږي.
 
باید وویل شي، چې هند په تېرو کلونو کې تل له افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdcbs8b5srhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته