کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دېش له لوبډلې سره مخامخ کېږي

23 جوزا 1402 ساعت 11:05

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ټیسټ لوبه سبا (چهارشنبه، جوزا ۲۴) ترسره شي.


آوا: د ای پي خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری راشد خان به په دې سیالیو کې ګډون ونه کړي.
 
څه موده وړاندې راشد خان د سریلانکا پر وړاندې د تمرین پر مهال د ملا درد احساس کړ او ډاکټرانو ورته د استراحت سپارښتنه وکړه.
 
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې په ټیسټ لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ او له هغه وخت راهیسې یې له ۶ ټیسټ لوبو څخه ۳ یې ګټلي دي.
 
د راشد خان په ګډون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو په ۲۰۱۹ کال کې د بنګله دېش پر وړاندې ټیسټ لوبه ګټلې وه.
 


د مطلب کود: 271674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271674/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-سبا-بنګله-دېش-له-لوبډلې-سره-مخامخ-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com