دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 271674
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دېش له لوبډلې سره مخامخ کېږي
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ټیسټ لوبه سبا (چهارشنبه، جوزا ۲۴) ترسره شي.
افغان غږ خبری آژانس: د ای پي خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری راشد خان به په دې سیالیو کې ګډون ونه کړي.
 
څه موده وړاندې راشد خان د سریلانکا پر وړاندې د تمرین پر مهال د ملا درد احساس کړ او ډاکټرانو ورته د استراحت سپارښتنه وکړه.
 
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې په ټیسټ لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ او له هغه وخت راهیسې یې له ۶ ټیسټ لوبو څخه ۳ یې ګټلي دي.
 
د راشد خان په ګډون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو په ۲۰۱۹ کال کې د بنګله دېش پر وړاندې ټیسټ لوبه ګټلې وه.
 
https://avapress.com/vdccmsqi02bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته