کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه خیریه موسسه په فراه ولایت کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي

23 جوزا 1402 ساعت 13:37

د بهزیستی تحرک موسسې اعلان وکړ چې د فراه ولایت په لرو پرتو سیمو کې به لس روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.


آوا - کابل: د بهزیستی تحرک عمومی رییس انجنیر غلام نبی فضلی د دغو پروژو د کار د پرانیستلو پر مهال وویل چی دغه روغتیایی مرکزونه به د فراه ولایت د اوو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کی جوړ شی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه مرکزونه د ۲۹ ميليونه افغانيو په ټوليز لګښت جوړېږي.
 
ويل کيږي چې دغه روغتيايي مرکزونه به د داخله او د ماشومانو د ناروغيو په څانګو کې د ولادت، تغذيې، له زيږون څخه مخکې او وروسته د پاملرنې او د کورنۍ د پلان جوړونې په برخو کې فعاليت کوي.
 
په فراه ولایت کې د اسلامي امارت د روغتیايي چارواکو په وینا، د دغه ولایت زیاتره سیمې له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي او د دغو روغتیايي مرکزونو د کار په پیل سره به د اکمالاتو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره شي.
 


د مطلب کود: 271684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271684/یوه-خیریه-موسسه-په-فراه-ولایت-کې-۱۰-روغتیايي-مرکزونه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com