دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 271684
یوه خیریه موسسه په فراه ولایت کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي
د بهزیستی تحرک موسسې اعلان وکړ چې د فراه ولایت په لرو پرتو سیمو کې به لس روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهزیستی تحرک عمومی رییس انجنیر غلام نبی فضلی د دغو پروژو د کار د پرانیستلو پر مهال وویل چی دغه روغتیایی مرکزونه به د فراه ولایت د اوو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کی جوړ شی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه مرکزونه د ۲۹ ميليونه افغانيو په ټوليز لګښت جوړېږي.
 
ويل کيږي چې دغه روغتيايي مرکزونه به د داخله او د ماشومانو د ناروغيو په څانګو کې د ولادت، تغذيې، له زيږون څخه مخکې او وروسته د پاملرنې او د کورنۍ د پلان جوړونې په برخو کې فعاليت کوي.
 
په فراه ولایت کې د اسلامي امارت د روغتیايي چارواکو په وینا، د دغه ولایت زیاتره سیمې له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي او د دغو روغتیايي مرکزونو د کار په پیل سره به د اکمالاتو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره شي.
 
https://avapress.com/vdcdjf0xoyt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته