کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر کې به د اتو پرمختیايي پروژو کار ډېر ژر پیل شي

24 جوزا 1402 ساعت 14:51

په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په مرسته به ډیر ژر په دغه ولایت کې اته پرمختیايي پروژې پلې شي.


آوا - کابل: په دغو پروژو کې د اوبو رسولو د شبکو ترمیم او سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول شامل دي.
 
د پنجشېر ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس مولوي شيرعلي مژون وويل، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.
 
دغه راز د يادو پروژو په جوړېدو سره به سلګونو سيمه ييزو کارګرانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
داپه داسې حال کې ده چې دپنجشير ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا دپنجشير ولايت څو پرمختيايي پروژې پلې کيږي .
 


د مطلب کود: 271753

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271753/په-پنجشیر-کې-د-اتو-پرمختیايي-پروژو-کار-ډېر-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com