دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 271753
په پنجشیر کې به د اتو پرمختیايي پروژو کار ډېر ژر پیل شي
په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په مرسته به ډیر ژر په دغه ولایت کې اته پرمختیايي پروژې پلې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغو پروژو کې د اوبو رسولو د شبکو ترمیم او سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول شامل دي.
 
د پنجشېر ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس مولوي شيرعلي مژون وويل، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.
 
دغه راز د يادو پروژو په جوړېدو سره به سلګونو سيمه ييزو کارګرانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
داپه داسې حال کې ده چې دپنجشير ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا دپنجشير ولايت څو پرمختيايي پروژې پلې کيږي .
 
https://avapress.com/vdcam6nue49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته