کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سخت دریځ

24 جوزا 1402 ساعت 15:42

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د شاوخوا ۴۰۰ کډوالو له نیول کېدو سره هم مهاله وايي، د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو پر وړاندې به توقیف او سختۍ زیاتې کړي.


آوا: د پاکستان «نیوز» ورځپاڼې په اسلام اباد کې د ۳۵۰ افغان کډوالو د نیول کیدو په اړه لیکلی: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو په وړاندې د نیونې او سختۍ په زیاتیدو دی.
 
د پاکستان د کورنیو چارو په وزارت کې سرچینو دې ورځپاڼې ته ویلي چې د دې نیول کېدو هدف هغه ناقانونه کډوال دي چې د عمران خان پلویانو په مظاهره کې هم حضور درلود.
 
دا لومړی ځل دی چې رسمي سرچینې یو شمېر افغان کډوال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د پلویانو په مظاهرو او لاریونونو کې په ګډون تورنوي.
 
د ځینو راپورونو له مخې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال پاکستان ته داخل شوي دي.
 


د مطلب کود: 271764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271764/د-افغان-کډوالو-او-پناه-غوښتونکو-په-اړه-پاکستان-کورنیو-چارو-وزارت-سخت-دریځ

آوا
  https://www.avapress.com