دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 271764
د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سخت دریځ
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د شاوخوا ۴۰۰ کډوالو له نیول کېدو سره هم مهاله وايي، د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو پر وړاندې به توقیف او سختۍ زیاتې کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان «نیوز» ورځپاڼې په اسلام اباد کې د ۳۵۰ افغان کډوالو د نیول کیدو په اړه لیکلی: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو په وړاندې د نیونې او سختۍ په زیاتیدو دی.
 
د پاکستان د کورنیو چارو په وزارت کې سرچینو دې ورځپاڼې ته ویلي چې د دې نیول کېدو هدف هغه ناقانونه کډوال دي چې د عمران خان پلویانو په مظاهره کې هم حضور درلود.
 
دا لومړی ځل دی چې رسمي سرچینې یو شمېر افغان کډوال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د پلویانو په مظاهرو او لاریونونو کې په ګډون تورنوي.
 
د ځینو راپورونو له مخې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال پاکستان ته داخل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccesqi02bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته