کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند افغانستان ته شل زره ټنه غنم لېږي

25 جوزا 1402 ساعت 13:13

هند به د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته شل زره ټنه نور غنم ولېږي.


آوا - کابل: د فایننشل ټریبیون په ګډون یو شمېر هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، چې د ۲۰ زره ټنه هندي غنمو لومړۍ جوپه به تر پایه د افغانستان هرات ولایت ته راورسېږي.
 
هند ویلي چې افغانستان ته د دغو مرستو د استولو موخه د یوه بشري ناورین د مخنیوي هڅه ده.
 
د راپورونو له مخې، هند تر اوسه د پاکستان د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۴۰ زره ټنه غنم استولي دي.
 
د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د بشري مرستو سره سره په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې سږ کال له ۲۸ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 271796

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271796/هند-افغانستان-ته-شل-زره-ټنه-غنم-لېږي

آوا
  https://www.avapress.com